کابل باختر د وري اتلسمه :
په ننګرهار ولايت کې دغنمو په کروندو دملخانو په بريد کې دغو کروندو ته زيات زيان اوښتى دى .
د بهسودو د ولسوالۍ يو بزګر زيارت ګل وويل: ملخانو زموږ د غنمو زياتې کروندې له منځه يوړې، که چيرې دولت مرسته نه وکړي زموږ دغنموکروندې به هم له منځه يوسې .
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت دکرنې ريېس وايي، چي دوى په چټک اقدام سره په دغې ولسوالۍ کې دغنمو کروندته د زيات زيان درسيدو مخه ونيوله .
رفيع الله رحيمزي باختراژانس ته وويل بزګرانو موږ ته خبر ر اکړ او موږ هم په خپل وخت اقدام وکړ او د درملو په شيندلو او دملخانو په له منځه وړلو سره د غنمو د کروندود له منځه تللو مخه مو ونيوله .
0 1 دقیقه لوستل