خبرونهTOPټولنه

په بغلان کې اتیا الوتونکي طبعیت ته آزاد شول

کابل، د لړم ۳۰ مه، باختر

د بغلان  د امنیتي او کشفي ارګانونو په هڅو د ښکاریانو یوه ډله نیول شوې او ترې نیول شوي اتیا بېلابېل ډوله الوتونکي د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست  له لوري طبیعت ته آزاد  شول.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني وايي، چې  د ښکاریانو یوې دیرش کسیزې ډلې د بغلان ولایت، د دهنه غوري ولسوالۍ د لرخابیو د دښتې په نواقلو سیمه کې اتیا بیلابیل ډوله الوتونکي ښکار کړي وو چې ټول د کشفي او امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

په همدې مهال ګل رحمن، حمیدالله او سردار درې هغه ښکاریان چې دغه الوتونکي یې ښکار کړي وايي، چې وروسته تر دې به په ښکار لاس پورې نه کړي او نه به هم چاته په خپله سیمه کې اجازه  ورکړي چې الوتونکي ښکار کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته