امنیت

يولس کلن ماشوم دانسان تښتوونکوله منګولو څخه ازاد کړى شو .

کابل باختر د کب نهمه :
څلور  ښځې دانسان تښتونې په تور ونيولې شوې  .
دبلخ ولايت پوليسو يولس کلن ماشوم پرون دتښتوونکو له منګولو څخه وژغوره .
  ويل کيږي څلور  ښځې دپوليسو له خوا ددغه ماشوم دتښتولو په اړوند نيولې  شوې دي .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ  ويندوى شيرجان دراني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه ماشوم  پرون سهار دمزارشريف له ښار څخه تښتول  شوي  و،  امنيتي ځواکونو دسيمې دخلکو په همکارۍ  دى دمزارشريف  ښار له لويديځ  څخه دانسان تښتوونکو له منګولوڅخه ازاد کړ .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې، دغه ماشوم کورنۍ ته يې وسپارل شو  او دپيښې عاملين دپوليسو تر څارنې  لاندې دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته