سیاست

حامدکرزي دافغانستان او پاکستان ترمنځ داړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر دسلواغي شپاړسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  په دريمه درې اړخيزه غونډه کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ داړيکو په پراختيا باندې تينګار وکړ او په افغانستان کې  دسولې له بهير سره يې  دپاکستان دملاتړ غوښتنه وکړه .
  دافغانستان ، پاکستان او دانګلستان  دمشرانو دريمه غونډه  نن په لندن کې جوړه شوه .
  دباختر اژانس دخبر له مخې ،  ددغې غونډې په پاى ته رسيدونکي اعلاميه کې له طالبانو سره  دسولې دخبرو په دوام باندې ټينګار شوي دي .
  په دې درې اړخيزه غونډه کې دپاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري دافغانستان دسولې په بهير کې دګډون په مقصد دخپل هيواد دتياري خبر ورکړ او دلندن دغونډې  جوړول يې  دسيمې په ګټه وبلل او وي ويل په افغانستان کې سوله په پاکستان کې دسولې په مانا ده .
  دغه دواړه هيوادونه هغه وخت ترقي او پرمختګ کوي  چې په دغو هيوادونوکې  امنيت تامين شي .
  دغه راز دانګلستان صدراعظم ديويد کامرون  دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دخبرو په دوام باندې ټينګار وکړ او يوځل بيايې  له مخالفينو سره  دافغانستان دخبرو او دسولې دبهير ملاتړ وکړ .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  په دې غونډه کې دافغانستان دسولې بهير خپلو انګليسي اوپاکستاني سيالانو ته بيان کړ او په دې لاره کې يې  داسلام اباد همکاري  ارزښتناکه وبلله .
  دغه راز  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي په دې غونډه کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ  له ټولو اختلافي ټکو سره  اړيکې ونيولې  او  ټول يې  په صراحت سره  بيان کړل .
   ددغو درې واړو هيوادونو دمشرانو د درې اړخيزې غونډې  په پاى ته رسيدونکي  اعلاميه کې په قطر کې دطالبانو دنمايندګي ددفتر دجوړولو ملاتړ شوى دى او دسولې دخبرو مديريت يې  دافغانستان دسولې په عالي شورا پورې اړوند بلل شوى دى .
  دغه راز  دافغانستان  او پاکستان جمهورو رييسانو هيله  کړې ده چې ددواړو هيوادونو  دديني عالمانو غونډه  دروان عيسوي کال  دمارچ دمياشتې په لومړيو وختو کې  جوړه شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته