ټولنه

په ننګرهار کې له څه دپاسه درې سوه جګړې ځپلو کورنيوسره مرسته

 جلال آباد باختر دتلې دمياشتې ٦ مه :
په ننګرهار ولايت کې له څه دپاسه  درې سوه  جګړې ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه .
په دې پړاو کې  له درې سوه شلو  کورنيو سره ديوه نړيوال مرستندوى بنسټ له خوا دنغذو پيسو مرسته شوې ده.
دننګرهار ولايت  دمهاجرينو دراستنولو دچارو د ادارې يوه مسوول باخترآژانس ته  خبر ورکړ  چې په دې پړاو کې  له هرې جګړې ځپلې  اوله  جګړې څخه له تښتيدلې کورنۍ سره دلسو زرو افغانيو نغدو  پيسو مرسته شوې ده.
دغه کورنۍ  دننګرهار ولايت  دلعل پورې په ولسوالۍ کې  دداعش او طالبانو  دډاراچوونکو ډلو دشتون اوفعاليت له زياتوالي وروسته ، له خپلو کورونو او ټاټبو څخه وتلو ته اړې شوې او اوس دجلال اباد ښار په مربوطاتو کې شپې سباکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته