
کابل، د زمري ۱۸مه، باختر
ملي دفاع وزارت وايي، چې په خوست ځايي میدان ولسوالۍ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو روغتیایي ټیم د مسموم شویو کسانو د درملنې په موخه ورغلی دی.
دغه وزارت ویلي، چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو رهبري د لارښوونو پربنسټ یو مجهز روغتیايي ټیم د ۱۰۰ بستریز ساحوي روغتون د ډاکټرانو په ګډون د خوست ولایت ځاځی میدان ولسوالۍ لتکي کلي ته د مسموم شویو هېوادوالو د روغتیايي وضعیت د ارزونې په موخه استول شوی چې له نېکه مرغه د روغتیايي ټیمونو د هلو ځلو په پایله کې د ردملنې عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل او ټول مسموم شوي کسان روغ شول.
یاد وزارت څرګنده کړې، چې د ملي اسلامي اردو زړور ځواکونه د خپلو درنو دندو ترڅنګ د خلکو هر ډول خدمت خپل دیني مسوولیت ګڼي.