
۴–کابل، د غوايي ۲۰مه، باختر
د شیخ زاید پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي یو تن نوښتګر محصل انجنیر محمد صادق صدیقي یو پیکا ماشین په اتوماتیک ډول داسې برابر کړی، چې د موبایل او کمپیوټر په مرسته د لرې ځای څخه کنټرولېږي او په اتومات ډول ورکړل شوی هدف په نښه کوي.
نوموړي همدارنګه یو ساده بایسکل په برېښنایي سایکل بدل کړی، چې د بطرۍ په یو ځل چارج سره کولای شي لس کیلومتره فاصله ووهي.
په همدې موخه جوه شویو مراسمو کې د شیخ زايد پوهنتون رئيس شیخ محمد یعقوب نيازي، د خوست امنيه قومندان مولوي محبوب شاه قانت، د پوهنتون مرستیالانو، استادانو، محصلانو او د رسنیو مسوولینو ګډون کړی و.
د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه نوموړي محصلان لا زياتو تحقیقاتو او ابتکاراتو ته راوبلل او زياته یې کړه: دغه فرصت چې اسلامي امارت ستاسو لپاره برابر کړی دی ګټه ترې واخلئ، په خپلو نوښتونو سره خپل هېواد له نورو هېوادونو سره سيال کړئ.
د خوست ولایت امنيه قومندان مولوي محبوب شاه قانت د شیخ زايد پوهنتون رهبري په خاص ډول د انجنیري پوهنځي استادانو او محصلانو ته د يادې لاسته راوړنې او نوښت په اړه مبارکي ورکړه او ويې ویل، چې افغانان د دې وړتيا لري، په خپلو نوښتونو سره افغانستان له نورو سره د سيالۍ جوګه کړي.
د انجنیرۍ پوهنځي محصل انجنیر محمد صادق صدیقي لخوا د یاد نوښت په اړه لنډ معلومات وړاندې شول او ورپسې یې خپل نوښتونه په عملي ډول سره نندارې ته وړاندې کړل، چې د ګډونوالو د خوښۍ وړ وګرځېدل.
لمر