
کابل، د وري ۲۲مه، باختر
پرون د خوستيو ځوانانو په هڅو د بېلابېلو سيمو څخه ځوانان د يووالي او اتحاد په پار د ګډ روژه ماتې په خاطر حکيم تڼيوال پارک کې سره راغونډ شوي وو او د ډاډمن امنیت، مينې او ورورولۍ په فضا کې يې د هېواد په کچه ستر او بې مخينې مراسم ترسره کړل.
په دې مراسمو کې د خوست اطلاعاتو او کلتور رئيس شبير احمد عثماني، امنيه قومندان مولوي محبوب شاه قانت او ګڼ شمېر نورو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.
د خوست اطلاعاتو او کلتور رئيس شبير احمد عثماني باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د اسلامي امارت د غوره نظام او سولې په فضا کې زرګونه ځوانان راټول شوي، چې هم د اسلامي امارت لپاره او هم د خوستيو ځوانانو لپاره د وياړ ځای دی.
نوموړي د هېواد په ټولو ځوانانو باندې غږ وکړ، چې د اسلامي امارت د امن او عدل نظام څخه خوند واخلي او خپل هېواد ته خدمت وکړي.
ورته مهال د دغه ابتکاري روژه ماتې ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور رياست او امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه، چې د دوی سره يي په ياد پروګرام کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
لمر