
کابل، د کب ٩مه، باختر
د خوست د پوهنې رياست مسوولين وایي، چې د دغه ولایت د قلموال مېنې اړوند کډوالو ښارګوتي کې د UNHCR موسسې په مالي ملاتړ د ٦٦٢ زره ٤٧٤ ډالرو په لګښت دوه ښوونځي جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شول.
د دغه ښوونځيو د پرانیستلو په مراسمو کې د UNHCR موسسې د دفتر رئیس ويليم زیجالو وویل، چې تل به د افغان ولس په څنګ کې ولاړ وي او د دوی لپاره به د پوهنې برخې سربېره، نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي.
ورته مهال د خوست د پوهنې رئیس مولوي سید وسيم ماليار د یادې موسسې له همکارۍ مننه وکړه او په نړيوالو یې غږ وکړ، چې پوهنې برخه د سیاست ښکار نه کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دغو ښوونځيو کې يو د نجونو او يو د هلکانو دی، چې د یو کال په موده کې په اساسي بڼه جوړ شوي دي.
لمر