سیاست

جمهور رئیس غني: د نننۍ ناستې موخه د همکارۍ د واضح چوکاټ رامنځته کول دي

کابل- باختر د کب دمياشتې ١٥
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني له وکیلانو، سناتورانو او د کابینې له غړیو سره د ګډو ناستو په لړ کې نن سهار د لویدیځ او جنوب لویدیځ زون له وکیلانو او سناتورانو سره ګډه ناسته لرله.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دا ناسته چې په ارګ کې جوړه شوه، جمهور رئیس له وکیلانو او سناتورانو سره تېرې ناستې ګټورې وبللې او وې ویل، د نننۍ ناستې موخه داده چې تاسو د کابینې له غړيو سره د خلکو او خپلو موکلینو غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړئ، تر څو د درې ګونو قواو تر منځ د همکارۍ یو واضح چوکاټ رامنځته شي.
جمهور رئیس غني د اساسي قانون په رڼا کې د درې ګونو قواو تر منځ همکاري او انډول مهم وباله او زیاته یې کړه، د اساسي قانون مطابق هره قوه خپلواکه ده، خو د هېواد د ملي مصالحو رعایت د درې ګونو قواو همغږي ته اړتیا لري.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د درې ګونو قواو د رئیس په توګه ژمن یم چې درې واړو قواو ته یو برابر وګورم او د هغو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ فضا رامنځته کړم. هغه زیاته کړه، د وکیلانو، سناتورانو او د کابینې د غړیو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ د پيدا کولو لپاره ګډې تعقیبي او مشورتي غونډې مهمې دي.

محمد اشرف غني د ملي شورا استازو ته په خطاب کې وویل، له ګڼو ستونزو سره سره حکومت په دې وتوانېد چې له نړیوال پولي صندوق او نړیوالو بنسټونو سره د کړو ژمنو په اساس داخلي عایدات ۲۲ سلنه لوړ کړي. 

جمهور رئیس څرګنده کړه، د وارسا راتلونکی کنفرانس به د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نظامي او د بروکسل کنفرانس به له افغانستان سره په انکشافي او اجتماعي برخو کې د ۴ کلنو همکاریو چوکاټونه مشخص کړي.

په دې ناسته کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او د دغو ناستو جوړول یې د ستونزو د حل لپاره ښه فرصت وباله.

هغه وویل، زما ژمنه داده چې د دولت د امکاناتو مطابق به ستاسو غوښتنو ته دځواب ویلو لپاره ستاسو تر څنګ یوو. هغه زیاته کړه، درې ګونې قواوې که د خپلواکۍ خوندیتوب ته په پام په همغږۍ کار ونه کړي، ستونزې زیاتېږي.
وروسته د لویدیځ او جنوب لویدیځ زون وکیلانو او سناتورانو د خپلو سیمو او موکلینوستونزې او غوښتنې د جمهور رئیس په حضور کې د کابینې له غړیو سره شریکې کړې.
هغوی د امنیتي وضعیت د ښه والي، دسرکونو د جوړولو، زده کړې او روغتیايي خدماتو ته د پاملرنې، په اداري بنسټونو کې د اصلاحاتو، د ځمکو د غصب د مخنیوي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تشکیل د زیاتوالي، د اوبو او برېښنا د بندونو د جوړولو، کرنې او ځنګلونو ته د پاملرنې، ځوانانو ته د کاري زمینو د برابرولو، پر نشه یي توکو روږدو ته د پاملرنې، د پوهنتونونو او هوایي ډګرونو د جوړولو او د کدرونو د استخدام په هکله خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
جمهور رئیس د لویدیځ او جنوب لویدیځ زون د وکیلانو او سناتورانو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل، موږ باید ستونزې تشخیص کړو او د هغو لپاره مناسبې حل لارې ولټوو.
محمد اشرف غني د ځینو سیمه ییزو مسوولینو په هکله د وکیلانو او سناتورانو تورونو ته په اشارې وویل، تورونه تعقیبېږي او هر وکیل او سناتور چې تور لګوي، باید خپل مصونیت ترک کړي، که یې تورونه موجه نه وو چې محکمې ته ځواب ووایي.
جمهور رئیس وکیلانو او سناتورانوته په خطاب کې وویل، په هرو دو میاشتو کې به د مطرح شویو مسایلو د تعقیب لپاره له تاسو سره ناستې ولرو.
جمهور رئیس دغه وړ ګډې ناستې د هېواد په خیر وبللې او وې ویل، د نوي کال په جریان کې به  د هېواد له ټولو مشرانو او متنفذینو سره جلا جلا کتنې ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته