امنیت

درې تنه طالبان په مروره کې ووژل شول .

 اسعد آباد – باختر دتلې دمياشتې ٧
درې تنه وسله وال طالبان دکونړ ولايت په مرورې ولسوالۍ کې دپوليسو له ځواکونو  سره په نښته کې ووژل شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل باختر آژانس
ته وويل  :  وسله والو طالبانو دکونړ ولايت د مرورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو په ګزمې بريد وکړ چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شو
او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : ددغې نښتې په بهير کې دوه تنه پوليسان هم ټپيان شول چې  د دوى روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته