خبرونهورزش

خوست کې د ۹۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د لړم ۳مه، باختر

د خوست د سپورټ آمریت مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۹۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ د یعقوبیو ینګ سټار لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په دغه سیالیو کې د خوست له بېلابېلو سیمو څخه ۹۲ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې فاینل لوبه د ګورچاکو سپین غر او یعقوبیو ینګ سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې یعقوبیو ینګ سټار لوبډلې ګورچاکو سپین غر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره لومړی مقام خپل کړ.

هېره دې نه وي، چې یادې سیالۍ د نشه یي توکو د مخنیوي، د ځوانانو ترمنځ سالم رقابت او پرمختګ په موخه جوړ په لاره اچول شوې وې او دوه نیمې میاشتې یې دوام وکړ.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا