
کابل، د سلواغې ٢٦مه، باختر
د خوست د امنیې قومندانۍ مسوولين وایي، چې د دغه ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې یې ٣ تنه د یوه موټر د غلا پرمهال نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولينو باختر آژانس ته وویل، چې دغو کسانو له یوه کس څخه ویډز موټر غلا کړی و، چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول او موټر یې خپل څښتن ته وسپارل شو.
د مسوولينو په وینا، د نیول شويو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر