امنیت

څلور تنه پاکستاني طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٥ :
څلور تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې  دنويو نښتو په بهيرکې ووژل شول .دغه جګړې پرون ناوخته  هغه وخت  ونښتې  چې يوې ډلې  پاکستاني طالبانو دډيورند له  کرښې څخه په تيريدو سره دافغان پوځيانو دسپرلۍ  په کاروان بريد وکړ .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو  يوه جګپوړي  قوماندان  دباختر آژانس خبريال ته وويل :   چې په دې نښته کې څلور تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي .
ددغه قوماندان د څرګندونوله مخې  په دې پيښه کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتي.
ويل کيږي چې پوځيانو ددغې نښتې په پاى کې ديرغلګرو يوه اندازه  چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته