خبرونهاقتصاد

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

کابل، د تلې ۲۸مه، باختر

د خوست اقتصاد ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې پر ۳۶۴ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.

د خوست اقتصاد رییس شهزاده پیر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د (NAC) موسسې په همکارۍ او د زراعت ریاست د سروې په اساس، هر بزګر ته ۵۰ کیلو غنم او ۵۰ کیلو توره او سپینه سره ورکړل شوه.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې هڅه کوي له مرستندویه موسسو سره په همغږۍ د بزګرانو لپاره کاري فرصتونه زیات کړي، څو بزګران پر ځان بسیا او خپلې اقتصادي ستونزې را کمې کړي.

بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او سرو پر وېش خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د دغه اصلاح شويو تخمونو په کرلو سره به ښه حاصل ترلاسه کړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا