(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

خیرخواه: اوسمهال د هر اړخيزو همکاريو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده

کابل، د غوايي ۲۶ مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي او مل پلاوي سره په کتنه کې وویل، چې اوسمهال د هر اړخيزو همکاريو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
د دغه کتنې پیل کې سید حسن مرتضوي افغانستان او ایران دوست هېوادونه یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د دواړو هېوادونو خلک ګډ کلتور لري او باید دواړه هېوادونه له یو بل سره ښې اړیکې ولري.
مرتضوي ډاډ ورکړ، چې دغه هېواد به له افغانستان سره په فرهنګي، نشراتي او نورو اړوند برخو کې پوره همکاري وکړي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه دوی ته تر ښه راغلاست وروسته وویل، چې اوسمهال د هر اړخیزو همکاریو لپاره ښه زمینه برابره شوې، نو راځئ چې له دغه فرصت څخه استفاده وکړو او یو له بل سره د یو ښه دوست هېوادونو په څېر مثبت تعامل وکړو.
خیرخواه دغه راز په فرهنګي، نشراتي او د لاسي صنایع اوبدل شویو توکو د نندارتونونو په جوړولو کې د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه وکړه.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا