
کابل، د وږي ۸مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه پرون د ملي راډیو ټلویزیون ولایتي آمرینو ته په جوړه شوې غونډه کې وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټولو ادیبانو، لیکوالانو او شاعرانو ګډ کور دی.
خیرخواه زیاته کړه، چې د ولس ستونزو ته باید پر وخت رسېدنه وشي او که څوک په ورسپارل شوي مسؤلیت کې ناغېړي وکړي نو لومړی الله تعالی ته او بیا ولس ته مسؤل ګڼل کېږي.
نوموړي وویل یادو ولایتي امرینو ته په خطاب کې وویل: (تاسې ته دروند مسؤلیت در په غاړه شوی، پوره هڅه وکړئ چې د اسلامي امارت ښه انځور وړاندې کړئ).
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست یادو آمرینو ته همدارنګه وویل چې( تاسو په ولایتونو کې د اړوند وزارت ترجمانان نه؛ بلکې تاسو د ټول اسلامي نظام ترجمانان یاست نو ځکه باید د ولس ستونزې په ښه توګه درک کړئ).
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په نوښت د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون ټولو ولایتي آمرینو ته په پلازمېنه کابل کې ۳ورځنی سیمینار په لاره اچول شوی وو.