
کابل، د غبرګولي ١٢مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه د خپل کاري سفر په ترڅ کې کندهار ولايت په انارګل مشاعره کې ګډون او وینا وکړه.
د یادې مشاعرې په پیل کې ملا خيرالله خيرخواه د انارګل مشاعرې ټولو مېلمنو، اديبانو، فرهنګپالو، قلموالو او ليکوالانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له شاعرانو او فرهنګپالو وغوښتل، چې د راتلوونکي نسل لپاره داسې شعرونه او حماسې ولیکي، څو د خپل ثقافت او کلتور څخه باخبره او د نورو ثقافت او کلتور تر اغېز لاندې رانه شي.
خيرخواه زیاته کړه، چې شاعران، قلموال او ليکوالان د فرهنګي ډګر اتلان دي او د ژبې او قلم زور يې دښمنانو هم ليدلی دی.
نوموړي همداراز وویل، چې په تېرو شلو کلونو کې د سنګر مجاهدینو د جهاد په ډکر کې مبارزه وکړه، همداسې د قلم خاوندانو، فرهنګپالو او ادب پالو هم د فکري یرغل پر وړاندې کلکه او ټينګه مبارزه وکړه، چې باید هڅې یې هېرې نه شي.
خیرخواه زياته کړه، چې د فرهنګي ډګر ساتونکي بايد خپل فرهنګي سنګر نور هم پياوړی او قوي وساتي.
لمر