امنیت

دملي اردو دځواکونوپه عملياتو کې نولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کا بل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
دهېواد په بيلابيلو سيموکې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزوعملياتوپه بهير کې نولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دملي اردو ځواکونو ددشمنانو دځپلو په موخه  دننګرهار ولايت دمومند درې  دغزني ولايت دده يک دپکتيا ولايت دزرملې ، دروزګان ولايت دخاص روزګان او دميدان وردکو  ولايت دنرخ دولسواليو په ځينو سيموکې يو لړ عمليات ترسره کړل چې له امله يې نولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ددغې شبکې اووه ويشت تنه نور ټپيان شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې  ددرندو وسلو يوه اندازه مهمات وسايل او پوځي تجهيزات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز په  خبرپاڼه کې  ويل شوي  دي چې ددغو عملياتو په بهير کې  دملي اردو څلور تنه  عسکر هم شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته