کابل باختر دليندى څوارلسمه :
دهېواد له شل کلنۍ څخه ښکته دفوټسال ټيم دتاجکستان ټيم ته په ماتې ورکولو سره داسيا دملتونو جام ته لاره وموندله .
دفوټبال فدراسيون دخپرونو مسوول شفيع شاداب باختراژانس ته وويل دافغانستان ټيم وکولاى شول نن ديوې په وړاندې په څلورو سره دتاجکستان ټيم ته ماتې ورکړي .
شاداب زياته کړه دافغانستان له شل کلنۍ څخه ښکته د فوټسال ټيم له دې مخکې دترکمنستان ټيم ته ماتې ورکړې وه خو دايران ټيم دافغانستان ټيم ته ماتې ورکړې ده .
دى وايي داسيا دملتونو دجام سيالي به په ازبکستان کې دراتلونکي ميلادي مياشتې په لومړيو کې ترسره شي .
ختم_ عطاالله _اکرم