امنیت

په کندزکې د کوماندو د ځواکونو په عملياتوکې طالبانو ته د سر زيان واوښت

کابل باختر د لړم دريمه :
اته تنه ډار اچوونکي په کندز ولايت کې د کوماندو د ځواکونو د ځانګړو عملياتو په دوام ووژل شول .
  په دغو ډار اچوونکو نن سهار او تېره شپه د امام صاحب په ولسوالۍ او دکندز ښار ته څېرمه په دوو جلا جلا عملياتوکې بريدونه وشول .
   په کندز ولايت کې دکوماندو دځواکونو يوه وياند احمد جاويد سليم  د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتوکې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
  ده وويل چې دغه طالبان په خپل پټنځي کې ديولړ ډار اچوونکوبريدونو په پلان جوړولوبوخت وو چې بريد پرې وشو .
  د را رسيدلو خبرونو له مخې، په دغو عملياتوکې د طالبانو يوپټنځي د هغوى  د جنګي وسايلو له يوې ډيپو سره له منځه تللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته