امنیت

يوسړى له طالبانو سره د همکارى په تور ونيول شو

کابل باختردمرغومي ديرشمه :
دملي اردو ځواکونو پرون دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې يو همکار غړى له طالبانو سره د همکارى په تور ونيوه.
دملي دفاع  وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:  په دغه سړي تور لګول شوى دى چې له طالبانو سره يې په ورانکارو پروګرامونو، د وسلو په اکمالولو او په نورومواردوکې مرسته کوله چې د نيمروز ولايت د خاک افغان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو له خوا ونيول شو .
له ده څخه د مخابرې دوه ويشت دستګاوې، دوه ويشت بطرۍ او د وسلو يوه اندازه مهمات او يوه اندازه وسلې ترلاسه شوې دي.
د يوبل خبر له مخې: د وسايطوضدڅلور ديرش ماينونه چې نوى د وسله والو مخالفينو له خوا د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولوپه خاطر د هيواد په بېلابېلو سيموکې ځاى پرځاى شوي و؛ دملي اردوځواکونو د امنيتي دندو په بهيرکې کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته