سیاست

د جندر او د ښځو د چارو د کميټې لومړۍ غونډه د جمهوري رياست د دويم مرستيال په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٨ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت د جندر او د ښځو د چارو د کميټې لومړۍ غونډه چې په دې وروستيو وختوکې د ښځو د چارو په وړانديز د کابينې له خوا جوړه شوې ده؛ نن له غرمې وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د دويم مرستيال او د دغې کميټې د رييس قانونپوه سروردانش په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهور رييس مرستيال د غونډې په پيل کې د کابينې د جندر او د ښځو د چارو  د کميټې د جوړيدوله امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل: د افغانستان دولت د اسلام د مبين دين د قوانينو، ملي قوانينو په تېره بيا د اساسي قانون او د هغو ژمنوله مخې چې د نړيوالو تړونونو په وړاندې يې لري؛ د ښځو د حالت او د جندر د مسئلو په وړاندې اساسي مکلفيتونه لري.
ده د هېواد د اساسي قانون د ځينو مادو په بيانولو سره زياته کړه: زموږ اساسي قانون د دولت په اوږو درندې ژمنې ايښې دي چې موږ د هغو په ترسره کولو مکلف يو.
قانونپوه سرور دانش دغه راز وويل: په تيرو کلونوکې د ښځو د مسئلو او دجندر د چارو په باره کې زيات کارونه ترسره شوي دي؛ خوله شک پرته دغه اندازه کافي نه ده او موږ بايد زيات ګامونه واخلوو.
ده ټينګار وکړ: د ملي وحدت دحکومت د مشرتابه هيئت د جندر د برابرۍ او د ښځو د ستونزو د حل کولو په برخه کې قوي او جدي اراده لري او دغه مسئله يې له يو کال څخه په لنډه موده کې ثابته کړې ده چې دافغانستان اسلامي جمهوريت په کابينه کې د جندر او د ښځو د چارو د کميټې جوړول په دې برخه کې د حکومت د ارادې څرګنده نښه نښانه ده.
د جمهوررئيس مرستيال دغه راز څرګنده کړ چې په بېلابېلو ټولنيزو، سياسي او فرهنګي برخوکې د ښځو دشتون په برخه کې عملي ميکانيزمونه لا تراوسه پورې هم  مبهم دي او بايد په دې برخه کې عملي لارې چارې ولټولې شي .
ده ټينګار وکړ:  لکه څنګه چې د ملي شورا په مجلس او په ولايتي شوراګانوکې د ښځو د شتون په برخه کې د مثبت تبعيض له لارې دښځو شتون تريوې اندازې پورې حل شوې، هيله ده په اداروکې د ښځو د شتون په ګډون په نورو برخوکې هم دغه شان ميکانيزمونه وسنجول شي.
په دې غونډه کې دغه راز د ښځو د چارو وزيرې د جندر او د ښځو د چارو دکميټې د جوړيدو له امله د خوښۍ د څرګندولو اوپه دې برخه کې د جمهوري رياست د دويم معاونيت دمقام د بېغرضوهڅو او هاندله امله دمننې په ترڅ کې څرګنده کړه: د جندر او د ښځو د چارو د کميټې جوړول چې زياتره سکتوري وزارتونه يې غړيتوب لري؛ د ټولنې د زياتې برخې غوښتنو ته دحکومت دځواب ورکولو او دغه راز د حکومت د ژمنو او مکلفيتونو د ترسره کولو په مقصد ترسره شوي دي.
د جندر او د ښځو د چارو په لومړۍ غونډه کې د افغانستان د ښځو لپاره دملي کاري پلان ( نپوا ) د نتيجو په باب غور او خبرې وشوې اوپه دې برخه کې د شپږو سکتورونو  برياليتوبونه وڅيړل شول.
د افغانستان د ښځولپاره د ملي کاري پلان له تطبيق څخه  د ترلاسه شويو نتيجوله مخې زياتره سکتورونه او سکتوري ادارې دپلان په عملي کولوکې دومره بريالي نه دي .
دغه رازله مفصلو خبرو او څيړنو وروسته غونډې پريکړه وکړه چې په ښځو پورې د اړوندو قوانينو او پلانونو دتطبيق عملي لارې چارې ولټولې شي او د ملي او نړيوالو قوانينو په وړاندې د افغانستان د حکومت د ژمنو کچه په کمي شاخصونو سره سنجش او څيړلې شي .
دغه راز کميټې پريکړه وکړه چې د ښځو د چارو وزارت او نور اړونده بنسټونه دې په ټولوبرخو په تېره بيا په ادارو او د هغو د مشرتابه په هيئتونوکې د ښځو د مشارکت او ونډې اخيستنې لپاره  د مثبت تبعيض ميکانيزمونه جوړکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته