کابل باختر د وري شپږمه :
د ننګرهار ولايت د پچيراګام د ولسوالۍ يوشمېر اوسيدونکو د ښوونځي د جوړولو لپاره ځمکه ورکړه .
دوى اعلان وکړ چې د درسي خونو دکمښت د لرې کولو او ښوونځيو ته د ټولو زده کوونکو د لاسرسي په مقصد خپلې ځمکې يې د پوهنې د رياست په واک کې ورکړي دي .
د ننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوال هجرت الله رحماني باختر اژانس ته وويل چې ټاکل شوې ده د خلکو له خوا په ورکړ شويو ځمکو کې څو ښوونځي جوړ شي. ده له پوهنې سره دخلکو دملاتړ هرکلي وکړ . ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ