سیاست

داروپا اتحاديه به دافغانستان له پوليسو سره دملاتړ په موخه په ٢٠١٧ ميلادي کال کې افغانستان ته راشي .

– کابل باختردمرغومي يوولسمه :
داروپا داتحاديې مسوولين وايي چې دافغانستان له پوليسو سره دملاتړ په موخه به ددغې اتحاديې دپوليسو يوشمير سلاکاران په  ٢٠١٧ ميلادي کال کې افغانستان ته راشي .
دباختراژانس دخبر له مخې، داروپا اتحاديه افغانستان ته ددغې اتحاديې دپوليسو ديوشمير  سلاکارانو په استولو  لاس پورې کوي چې دغې اتحاديې په افغانستان کې خپل کار دروان کال دلړم په مياشت کې هغه هم له لسو کلونو وروسته پاى ته ورساوه خو په افغانستان کې اوسني حالت دغه اتحاديه  دې ته اړ ايستلې ده چې دغه اتحاديه بيا افغانستان ته ستنه شي .
داروپاداتحاديې مسوولين وايي چې ددغوسلاکارانو داستولوموخه دافغانستان له پوليسو سره زيات ملاتړ دى او په همدې  خاطر  د اروپا داتحاديې شورا  اعلام کړى دى چې ددغې اتحاديې دپوليسو يوه ډله سلاکاران به په  ٢٠١٧ ميلادي کال کې دافغانستان له پوليسو سره  دزيات ملاتړ دزمينې دبرابرولو لپاره دغه هېواد ته ستانه شي .
   په افغانستان کې داروپا داتحاديې دپوليسو ماموريت په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې پيل شو چې دهغوى ماموريت دافغانستان دپوليسو دحالت دپياوړتيا او ښه والي لپاره دکابل له دولت سره همکاري ده او داروپا داتحاديې شورا د ٢٠١٤ ميلادي کال په دسمبر کې وپتيله چې په افغانستان کې  ددغې اتحاديې دپوليسو ماموريت د ٢٠١٦ ميلادي کال ددسمبر  دمياشتې په يو ديرشمه نيټه پاى ته ورسيږي .
د ٢٠١٤ميلادي کال په وروستيو وختو کې دنړيوال ائتلاف ځواکونو په افغانستان کې خپل پوځي  ماموريت پاى ته ورساوه او دغوڅ ملاتړ ملکي ماموريت يې پيل کړ .
داروپا داتحاديې پوليسو په تيرو لسو کلونوکې دبيارغاونې او استخباراتو ،دقانون دواکمنۍ او دهمغږۍ په برخو کې دافغانستان کابو ديرش زره تنه پوليسان روزلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته