کابلباخترد ميزان اوله
دهيواد زياتره ورزشکاران د هيواد د فوټبال له ملي ټيم څخه د اروپا د فوټبال فدراسيون ملاتړ د دغه ورزش د ودې لپاره ګټور بولي .
داروپا دفوټبال فدراسيون رييس ميشل پلاتيني پرون افغانستان ته ورسيد او په هغوکتنوکې چې دافغانستان له جمهور رييس حامد کرزي او د فوټبال د فدراسيون له رييس سره يې وکړه د هيواد له فوټبال سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ .
دپلاتيني دڅرګندونوله مخي : د اروپا دفوټبال فدراسيون چمتو دى چې دظرفيت
د لوړولو په برخه کې د افغا نستان دفوټبال له فدراسيون سره مرسته وکړي .
دغه راز پلاتيني د هيواد دفوټبال فدراسيون له رييس کرام الدين کرام سره په ګډه خبري غونډه کې وويل ، د اروپا دفوټبال د اتحاديې په استازيتو ب دافغانستان دفوټبال له فدراسيون سره خپل ملاتړ اعلاموم .
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي ټيم دآسيا دجنوب په سياليو کې اتل شو .
په همدې حال کې د هيواد دفوټبال د ملي ټيم لوبغاړي مجتبى فيصل د باختر آژانس خبريال ته وويل : په طبيعي ډول کله چې د اروپا د فوټبال د فدراسيون رييس يو هيواد ته سفر کوي د ورزشکارا نو په رو حيې ښه اغيزه کوي او کله چې هغه د ورزش په برخه کې له هيواد سره مرستي او اوهمکاري اعلا م وي دغه موضوع د ورزشکارانو د رو حيې په پياوړتيا اود ښونتيجو دترلاسه کولو لپاره د هغوي په هلو ځلو ښه اغيزه کوي .
دکابل دنجونو دفوټبال د کميټې مسووله وايي موږ وکولاى شول خپل برياليتوبونه ټولې نړۍ ته ورسوو اود اروپا د فدراسيون پاملرنه جلب کړو .
د اروپا د فوټبال د فدراسيون درييس سفر زموږ هيواد ته يو ښه برياليتو ب دى . پلاتيني کابل ته راغي او ويې ويل چې دفوټبال اکاډمي جوړ وي اود تنکيوځوانانو فوټبال پرانست .
دفوټبال يومخکښ اود فوتسال دفدراسيون رييس دين محمد صافي وايي پلاتيني د نړۍ دويم شخصيت او د ارو پا اتحاديې دفوټبال رييس دي زياتره نوي قوانين چې دفوټبال په برخه کې لګول کيږي پکي مهم رول لري .
ده له زياتې مو دې را په دې خوا افغانستان ته دسفر نيت درلود . ده له جمهور رييس سره په کتنه کې وويل موږ وړلو او بايللو په خاطرنه يو راغلي موږ په دې خاطر راغلي يو چې د بي بي سي ، سي ان ان او الجزيرې د نړيوالو رسنيو له لارې وکتل چې په افغانستان کې دفوټبال وده او پرمختيا کړې ده او زيات علاقمندان لري په تيره بيا د آسيا د جنوب له سياليو څخه دملي ټيم دراستنيدو او له ملي ټيم څخه دټولو خلکو هرکلي وښودله چې افغانستان سوله او آرامي غواړي او له جګړې څڅه ستړي شوي دي .
ده ژمنه وکړه چې د ارو پا اتحاديه چمتو ده دسپورتي مديريت د تخنيک له پلوه دښوونکو د روزنې اود افغانستان دفوټبال د ملي ټيم اوداروپا دټيمونو ترمنځ ددوستانه اوتدارکاتي لوبو د ترسره کولو لپاره زمينې برا برې کړې .
دغه ژمنې که چيرې عملي شي په مسلمه توګه په افغانستان کې د هيواد دفوټبال د ملي ټيم اود فوټبال د ورزش په وړاندې نوې دريڅي پرانستل کيږي
2 2 دقیقې لوستل