کا بل باختر د زمري اوولسمه :
د سولې د تامينولو په لاره کې د ديني عالمانو له وروستيو اقداماتو څخه پرون په لوګر ولايت کې ملاتړ وشو .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د دولتي مسوولينو او رييسانو، قومي مشرانو، ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنو د فعالينو په ګډون په پل علم کې جوړه شوې وه، په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو د وروستيو غونډو او کنفرانسونو له اقداماتو څخه چې په افغانستان کې يې جګړه فتنه بللې ده، ملاتړ وکړ .
د لوګر ولايت د سولې د شورا رييس مولوي اسدالله حنيف له ښکيلو لورو څخه وغوښتل چې دايمي سولې ته موافقه وکړي .
په دې غونډه کې د حج او اوقافو د رياست مرستيال مولوي احمد نبي وويل چې د افغانستان خلک په هېوادکې د دايمي سولې هيله لري او بايد په جګړه کې دواړه ښکيل لوري د خلکو غوښتنو ته لبيک وايي او هغه عملي کړي .
دغه راز د هلمند ولايت د سوله غوښتنې دکاروان غړى غلام سرور غفاري وويل: په افغانستان کې نه په افغانيت رحم کيږي او نه هم په انسانيت، زموږ دښمن مشترک دى او بايد خپلې هلې ځلې پيل کړو .
د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدشفيق پوپل سوله د خلکو او په تېره بيا د ځوانانو هيله وبلله او زياته يې کړه: موږ ټول بايد په يو غږ د دغه پروګرام ملاتړ وکړو .
ختم_ ج _ اکرم