ښوونه او روزنه

په نورستان کې ديو ه ښوونځي دودانۍ دجوړولوکار بشپړ شو .

-کابل / دچنګاښ ١١مه / باختر :
په نورستان ولايت کې   ٢٤٠ تنه زده  کوونکي  دښوونځي  دودانۍ  خاوندان شول .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت وياند فريدون آژند نن  دباختراژانس له خبريال سره  په  تيلفوني اړيکه کې وويل  چې ديولومړنى ښوونځي  دودانۍ  دجوړولو کار دنورستان ولايت  په کامديش ولسوالۍ کې ددغه وزارت  دولسي تړون دملي پروګرام له خوا بشپړ شوى دى  چې اته درسي  او دوه اداري خونې ، پنځه تشنابونه او نور ضروري ملحقات لري .    ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته