امنیت

په ارزګان کې يو قومي مشر شهيدکړى شو

کابل باختر د ثور دمياشتې ١٢ :
د ارزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې تېره شپه يو قومي مشر د وسله والو طالبانو له خوا شهيد کړى شو.
د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړى څارن نورزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دهراوود ولسوالۍ يو قومي مشرحاجي محمد اخلاص دطالبانوله خوا په  ډزو سره شهيدکړى شو.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه قومي مشرکله چې له جومات څخه د خپل کور په لور روان و چې د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو سره شهيد کړى شو.
خبرځاى زياته کړه چې د پيښې د عاملينو د موندلو لپاره د پلټنې عمليات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته