سیاست

په قندهار کې راتلونکو ټاکنو ته د چمتوالي په موخه غونډه جوړه شوه

-قندهار باختر د زمري د مياشتې ۱۷ مه
په قندهار ولايت کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولايتي ادارې ډاډ ورکړ چې په پوره توان سره به راتلونکو ټاکنو ته چمتوالی نیسي.
د باختر اژانس د خبر له مخې په غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ ډېر تمرکز پر دې وو، چي اړوند مسولين د راتلوونکو ټاکنو لپاره د رايي ورکوني مرکزونه ارزيابي کړي او د منظم والي لپاره يې بېلا بېل پلانونه جوړ کړي.
دکندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا وویل چې، ټاکنې يوه ملي پروسه ده او ټول وګړي يې بايد ملاتړ وکړي.
هغه له مېرمنو او ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو په پروسه کي نه يوازې د کارکوونکې په توګه کار وکړي، بلکې خپله رايه هم د وړ کس په ګټه وکاروي.
د قندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون کمېشنر معاذ الله دولتي وویل چې؛ د راتلوونکو ټاکنو لپاره د يوه منظم پلان له مخې په داسې ځايونو کې مرکزونه جوړوي، چې ټول وګړي ورته لاس رسی ولري.
د ولايتي شورا مرستيال عبدالقيوم بارکزي ټينګار وکړ، چې ټاکنې دې شفافې وي، داسي نه چې د رايي ورکونې مرکزونه د ځينو اشخاصو په کورونو کې جوړ شي.
د امنيتي ځواکونو په استازيتوب د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال عبدالرحمن پرواني او د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي ډاډ ورکړ چې د ټاکنو په پروسه کي به په پوره ډول د هيوادولو امنيت وساتي.
په ورستيو کې د قندهار د عالمانو د شورا رېيس عبيدالله فيضاني، د ښځو چارو رئيسې رقيې اڅګزۍ او يوې تنې مدني فعالې مريم درانۍ خبرې وکړې.
دوی هم د راتلوونکو ټاکنو لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړ او له هیوادوالو يې غوښتنه وکړه، چې  په ټاکنو کې برخه واخلي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وروسته په افغانستان کې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ترسره کيږي، چې د ترسره کېدو لپاره يې په ولايتونو او ولسواليو کي د چمتوالي غونډې او عملي کارونه شروع شوي دي.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته