امنیت

په کونړکې د ملي اردو يو افسر شهيد شو

کابل باختر دليندي ديرشمه :
دملي اردو يو افسر په کونړ ولايت کې شهيد شو.
دملي دفاع وزارت ويندوى وايي: دملي اردو يو افسر د هغو وسله والومخالفينو سره په مخامخه جګړه کې شهيد شوچې په کونړکې يې د ده په کور بريد کړى و.
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمد ظاهر عظيمي باخترآژانس ته وويل: يوې ډلې وسله والومخالفينو دکونړ ولايت د شيګل ولسوالۍ په شلتن سيمه کې د ملي اردو ديوه افسر تورن محمد اعظم  په کور بريد وکړ چې ددغه افسر له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
ددغه بريد په بهيرکې  دغه افسر شهيد شو او د مخالفينو يو قوماندان له خپلو دوو تنوغړو سره ووژل شو او يو تن بل يې ټپي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته