فرهنګ

دهيواد د هنرمندانو دخطاطۍ او انځورګري اثارو نندارتون جوړ شو .

٣٩-  کابل باختر د غبرګولي ٢٨مه

 دافغانستان دهنرمندانو دخطاطۍ  او انځورګري  اثارو  لومړني سراسري  نندارتون نن په بابرشاه بڼ کې جوړ شو .

 په دې نندارتون کې چې درې ورځې به دمينه والو پرمخ پرانستي وي ،  دهيواد دولايتونو دهنرمندانو دخطاطۍ  او انځورګرۍ  څه دپاسه شپږ سوه اثار ننداري ته وړاندي شوي دي .

 دباختر اژانس دخبر له مخې، ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين  وويل :د ډيرې خوشحالى  ځاى دى چې نن موږ دداسې نندارتون  دجوړولو شاهدان يو چې له ټول هيوادڅخه پکې په دوو سترو هنرونوکې چې په افغانستان کې  ډيره وياړلۍ او لرغونې سابقه لري يعني  دهيواد دهنرمندانو دانځورګرۍ  دهنر او خطاطۍ  دهنر اثار ننداري ته وړاندي شوي دي .

 ډاکتر رهين په هيواد کې ددغو دوو هنرونو لرغونتيا او ارزښت  ته اشاره وکړه او وي ويل   چې  دخطاطۍ  او نقاشي هنرونه  زموږ  په هيواد کې  دخلکو  ترمنځ ځانګړي محبوبيت  لري اودبهزاد له دورې څخه مخکې ترسترو معاصروهنرمندانو  غلام محمد ميمنګي  او  زموږ دملت دسترو او معاصرو  نورو هنرمندانو پورې دهنري ژوندانه  دوام دغه  شان ساتلي دي او د ځانګړو ستونزو او حالاتو له شتون سره سره هم په خطاطۍ  او هم په انځورګرۍ  کې ستره شهګارونه  لرو .

 ډاکتر  رهين  څرګنده کړه  چې په دغو دوو هنرونو کې مونوميالى  ښځې او نارينه هنرمندان  درلودل چې اروايې ښاده وي او برياليتوب  زموږ دوخت دهنرمندانو  په برخه وي .  چې دغه دوه هنرونه  يې لکه څنګه چې زموږ نيکونو لوړو پوړيو ته ورسول دوى هم   دواړو هنرونو ته  زياته وده ورکړي . 

 په دې غونډه کې دغه راز دانځورګرۍ  استادنصر الله سروري او څو تنو برخه والو هنرمندانو خبرې وکړې  او هغوى  داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه ددغه نندارتون  د جوړولو له امله قدرداني وکړه او دغه اقدام يې دهنرمندانو د هڅونې او  په هيواد کې  دانځور  ګرۍ اوخطاطۍ  دهنرونو دودې په مقصد اغيزمن وباله . پروانې  فخري  چې  ځان دغزني اوسيدونکي بولى وويل : ددې دانځورګرۍ  درې اثاره په دغه نندارتون کې ننداري ته ايښودل شوي دي .

 دې وويل :داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دغه اقدام له شک پرته  ددې او دانځورګرۍ  او خطاطۍ  دبرخې دنورو هنرمندانو دهڅونې  سبب کيږي

 دغه راز دې په غزني ولايت کې ددغو دوو هنرونو په برخه کې دچارواکو دلازياتې پاملرنې غوښتنه وکړه .

  دقندهار له ولايت څخه ملينا نقاش دباختر اژانس خبريال ته وويل  دولس تنه له قندهار څخه راغلي دي او داچې ددې دانځورګرۍ دوه اثارچې  د ښيښې  پرمخ کار شوى، په دغه نندارتون کې ايښودل شوي دي   ډيره خوشحاله ده او داکار ددې سبب شوى چې دا او د قندهار نور هنرمند ځوانان دانځورګرۍ او خطاطۍ  له هنر سره زياته مينه پيداکړي .

 ملينا هم ددغه نندارتون له جوړونکو څخه قدر داني  وکړه دغه راز يو ځوان هلک  اويوه نجلۍ  چې يويې  انځورګر اوبله يې خطاطه  ده وويل له تخار څخه راغلي دي او دهغوى اثار په دغه نندارتون کې ننداري ته ايښودل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته