سیاست

دوزيرانو شورانوبتي غونډه دمارشال محمدقسيم فهيم په مشرۍ جوړه شوه .

کابل باختر د غبرګولي شلمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم  په مشرۍ  دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ، په پيل کې دوزيرانو شورا نننۍ ځانمرګي بريدونه چې دتروريستانو له خوا دکابل نړيوال هوايي ډګر ته څيرمه  او دزابل ولايتي شورا په ودانۍ وشول ، په کلکه وغندل.
لکه څنګه چې دغه بريدونه دکابل هوايي ډګر ته څيرمه داستوګنې په ساحو کې دسرزيان او مالي تاوان نه لري او دملي پوليسو اودامنيتي ځواکونو دهڅو او هاند له امله په ډير لنډ وخت کې شنډ شول او دزابل په ولايت کې دغه بريدونه  زموږ د يوشمير بي ګناه هيوادوالودټپي کيدو سبب شول.
دوزيرانوشورادکابل ښار دپيښې په شنډولو کې دملي پوليسواو دامنيتي ځواکونو  دميړانې اودمحاربوي احضاراتوله امله مننه او قدرداني وکړه او دزابل ولايت دپيښې ټپيانو ته يې  دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه  دسملاسي روغتيا هيله وکړه او دکورنيو چارووزارت او دملي امنيت  لوى رياست يې موظف کړل چې ددغو پيښو مسببين وپيژني اودقانون منګولو ته يې وسپاري .
له اجندا سره سم  دکرنې اواوبو لګولو وزير دهيواد په کچه دسړو خونودجوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه او څرګنده يې کړه چې دجمهوري رياست دمقام د١٣٩١ کال دزمري دمياشتې دپنځمې نيټې د٤٥ ګڼه فرمان او دوزيرانو شورا  د١٣٩١ کال ددريمې ګڼې مصوبې له مخې دغه طرحه په دريو برخو، فارمي سړو خونو، کوپراتيفي سړو خونو او تجارتي سړو خونو کې برابره شوې ده ،دفارمي سړو خونو په برخه کې چې دلنډه بل اوتودوخي له لارې کنتروليږي په معمولي توګه تر شلوټنو پورې په ظرفيت  دي او تراوسه پورې  دهيوادپه ولايتونوکې يو زرو څلور سوه يو پنځوس سړې خونې جوړې شوي دي، په پام کې ده چې دوه سوه پنځوس نورې  سړې خونې دهيواد بزګرانوته  دمالي او تخنيکي مرستو دوړاندې کولو په مقصد دولسواليوپه کچه  جوړې شي .
سربيره پردې  تراوسه پورې دڅه دپاسه يو زرو نهه سوه متريک ټنو په ظرفيت يو شپيته کوپراتيفي سړې خونې  دهيواد په شپږو ولايتونوکې جوړې شوي دي  او ددولسونورودجوړولو کار دهيواد په دريو ولايتونوکې روان دي .او تراوسه پورې د ديارلس زره متريک ټنوپه ټول ظرفيت شپاړس تجارتي سړې خونې دبلخ  ، کندهار  ، ميدان وردګو اودهرات په ولايتونوکې جوړې شوي دي  او په راتلوونکو پنځو کلونوکې  په شپږو ولايتونوکې  دپنځه زره ټنو په ظرفيت داتو سړو خونو  جوړول په پلان کې شامل دي .
  دوزيرانو شورا  دکرنې اواوبو لګولو دوزير درپوټ  دتاييدولو په ترڅ کې  دغه وزارت  موظف کړچې له برابر شوي پلان سره سم دې دهيواد په مرکز او ولايتونوکې دسړو خونو  په جوړولواقدام وکړي .
  وروسته  دکرنې اواوبو لګولو وزير دهيوادپه اتو ولايتونوکې داتو سړو خونو  دجوړولو تدارکاتي ستونزه  غونډې ته طرحه کړه اوڅرګنده يې کړه چې  دبرخه والو شرکتونو له جملې څخه  اوو شرکتونو له ټاکلو معيارونوسره سم  داهليت فورمې  ډکې کړي دي  چې له دې جملې څخه يوازې  يو شرکت دسړو خونو دآفر او ديزاين  په وړاندې کولو بريالى شوى دى ، دوى  له تدارکاتي پاليسۍ سره سم  په دې برخه کې دلارښوونې غوښتنه وکړه .
  دوزيرانو شورا  دکرنې اواوبو لګولو وزارت ته واک ورکړل چې دافغان کوبنګ کمپني دساختماني شرکت له خوا وړاندې شوي آفر له فني ، تخنيکي اومالي پلوه  وڅيړي او دنتيجې په باب دې  دتصميم نيولو په مقصد  دتدارکاتو خاصې کميټې ته رپوټ وړاندې کړي .
وروسته دماليې وزيردسيلواودارزاقودبرابرولودتصديودادغام دطرحې اودخوراکي توکو په دولتي شرکت  دهغو دحقوقي شخصيت دبدلون په اړوند غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل .
  دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو وروسته  دسيلو او ارزاقو دبرابرولو دتصديو ادغام اودستراتيژيکي توکو دزيرمو په شرکت دهغودحقوقي شخصيت بدلون تصويب کړ او  دکرنې اواوبو لګولو، ماليې او دسوداګرۍ او صنايعو وزارتونه يې  موظف کړل  چې دنوى شرکت دجوړولواو ادغام اساسات  برابر او پړاونه يې  بشپړ کړي . او دعدليې وزارت دې  دهغه  داساسنامې دپړاونو په بشپړولو اقدام وکړي .
وروسته  دکابل دنوى ښار دجوړولو او پرمختيا شرکت  داساسنامې  طرحه  د عدليې دوزير له خوا غونډې ته وړاندې شوه .
  دوزيرانو شورا  دعدليې وزارت اودکابل دنوى ښاردپرمختيا بورد موظف کړل  چې  دښارجوړولو دچاروله وزارت سره په سلا مشوره کې دې  ، دغه اساسنامه  دغونډې  له يادونې سره سم  ددوو اوونيو په دننه کې  بيا وڅيړي او موافقه شوي طرحه دې  دوزيرانو شورا ته وړاندې کړي .
دغونډې دکار په دوام  دعدليې وزير  د١٣٩١ کال  دتقيني کار دپلان تحقق او د١٣٩٢ کال دتقنيني کار دپلان طرحه  په دې ډول غونډې ته وړاندې کړه .
په ١٣٩١ کال کې په ټوليزه توګه  اته پنځوس تقنيني سندونه  له دې جملې څخه  څلور ديرش  دقوانينو طرحې ،  دري ويشت  دمقررو طرحې ، اساسنامې او طرز العملونه  په پلان کې شامل او په فوق العاده توګه  تسويد او تدقيق شوي دي  سربيره پردې  ددوه سوه شپږ ويشتو حکمونو  مسودې ، يوسلو پنځه موافقه ليکونه  او پنځه سوه اووه ديرش قانوني مشورې  وزارتونو او دولتي ادارو ته وړاندې شوي دي .
  دغه راز دعدليې وزارت  د١٣٩٢ کال  دتقنيني کار  په پلان کې د څليرويښتو قوانينو دطرحو  او دنهو مقررو دطرحو په ګډون د دري ديرشو تقنيني سندونو طرحې  په پلان کې شاملې شوي دي . .
دوزيرانو شورا دعدليې وزارت  د١٣٩٢ کال دتقنيني کار پلان تصويب کړ اووزارتونه اودولتي اداري يې موظفي کړې چې دخپلو تقنيني سندونو  لومړيتوبونه  دې دعدليې له وزارت سره همغږه کړي .
  وروسته  دستندرد دملي ادارې  ( انسا ) رييس   دخوراکي توکو دتخنيکي مقرراتو ( اجباري ستندردونو )  په باب  دستندرد دعالي شورا پريکړه  دستندرد دقانون  ددولسمې مادې  دصراحت له مخې د اوبلن ، خوراکي غوړيو او شعمياتو ، معمومي غنمو او سختو غنمو ، دغنمو داوړو ، دڅښاک دبوتلي اوبو ،  پودري شيدو او دپودري  پير وي په ګډون  دڅلورو قلمو خوراکي توکو لپاره طرحه  غونډې ته وړاندې کړه  چې دتصويب وړ وګرځيده .
  وروسته دماليې وزير  دقاچاقو په ډول دهيواد له جنوب لويديځو او شمال  له پولو څخه د بي کيفيته نفتي توکو  دواردولو په باب  غونډې ته معلومات وړاندې کړل  اوزياته يې کړه  سربيره پردې چې  بي کيفيته نفتي  توکي دژوندانه دچاپيريال  دککړتيا اوله وخت څخه مخکې  دوسايطو دانجن  دويجاړتيا سبب کيږي  زيات واردول يې  دهغو ملي سوداګرو  چې دماليې او ګمرکي محصول په ورکولو سره په قانوني ډول نفتي توکي  واردوي  دمالي تاوان سبب شوي دي .
دوزيرانو شورا  دکورنيو چارو وزارت او دملي امنيت لوى رياست په ټينګار سره  موظف کړل  چې په غير قانوني او قاچاقي  ډول  دهيواد په جنوب لويديځو او شمال پولو کې  دنفتي موادو دواردولو په کلکه  مخه ونيسي  او له سرغړونکو سره دې  قانوني چلند وکړي .
دغونډې په پاى کې  دبهرنيوچارووزارت  دمالي او اداري  معين له خوا  درې مورده  نړيوال تړونونه  په دې ډول  غونډې ته  طرحه شول  چې دتاييد وړ وګرځيدل .
  _  دننګرهار ولايت دسيمه ئيزو بنسټونو دبيا احيا کولو په لاره کې  دمرستې په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارووزارت  او دجاپان دسفارت  ترمنځ  موافقه ليک .
_  دافغانستان داسلامي جمهوريت او دناروى دشاهي هيواد ترمنځ  دستراتيژيکي همکاريو په باب اوږدمهال موافقه ليک .
_ دنهه نوي کلونو لپاره  د اجارې په ډول دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت  کارکوونکو ته  دسفارت دمقر او داستوګنې دځمکې دسپارلو په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت او دسعودي عربستان دشاهي هيواد ترمنځ موافقه ليک .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته