نړۍ

دکاسوو دخبرو شپاړلسمه دوره پاى ته ورسيده.

بيلګراد نړ يوالي خبري منابع باختر د وږي دمياشتې ١٨
دصربستان او کاسوو  دصدراعظمانو ترمنځ د خبرو شپاړلسمه دوره  د  اروپا اتحاديي د بهرني سياست دمسوولې کاترين  اشتون په منځګړيتوب په بروکسل کې پيل شوى  وه  پرون دبريښنا او مخابراتو دموضوعګانو په باب په موافقې سره پاى ته ورسيده.
دکاسوو صدراعظم هاشم تاچى له خبرو  وروسته په بروکسل کې خبريالانو ته وويل  چې بلګراد او پريشتينا د بريښنا او مخابراتو د اړوند دمسلو په اړوند موافقې ته رسيدلى دي  چې دواړه  لوري په کاسوو کې د پارلماني انتخاباتو په اړوند چې دلړم دمياشتې په دولسمه نيټه ترسره کيږي هم ګډ نظر لري.
داروپا اتحاديي دبهرني سياست مسوولې کاترين اشتون له خبرو وروسته  اعلام وکړ چې دصربستان او کاسوو صدراعظمانو دبريښنا او مخابراتو په باب موافقې ته ورسيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته