امنیت

دکندز_ تخار په لويه لاره کې دتښتول شويو مسافرو دژغورنې په مقصد عمليات

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
دملي دفاع وزارت وايي په کندز  ولايت کې  زموږ دتښتول شويو هېوادوالو دخلاصون په مقصد عمليات دوام لري  او اته تنه مسافر دتښتوونکو له منګولو څخه  آزادشول.
د ملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي : دهغو مسافرو دژغورنې  لپاره عمليات چې پرون دکندز_ تخارله تګلوري څخه وژغورل .شول پيل شوي دي.  او دډاکتر قاسم په نامه يو تن تښتوونکى له وسلې اويو زغروال واسکټ  اويوې اندازې مهماتو سره دخان اباد ولسوالۍ دباغ ميري له کلي څخه  ونيول شو او اته تنه  تښتول شوي مسافر هم دتښتوونکو له منګولو څخه  وژغورل شول او  دنورو تښتول شويو کسانو دخلاصون لپاره  عمليات دوام لري.
بايد وويل شي  چې وسله والو طالبانو  زموږ يو شميرملکي هېوادوال دتخار_ کندز له تګلوري څخه وتښتول.
تروريستانو تيره اوونۍ هم ورته عمل ترسره کړى و او  په لسګونو تنه مسافر يې له کوم دليل پرته ووژل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته