فرهنګ

دعلامه فيضاني دمقام درناوي وشو

کابل باختر دليندي  اته ويشتمه
دعلامه فيضاني  دعرفاني فلسفي او سياسي مقام  درناوي وشو .
  دباختر اژانس دخبر له مخې ، په هغه کنفرانس کې چې دعلامه فيضاني دمکتب  دځينو پيروانو له خوا نن داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتو په تالار کې  جوړ شوى و  دسرحدونو  ، قومونو اوقبايلو دچارو وزارت  معين  محمد يعقوب احمدزي وويل:  علامه فيضاني  يو داسې مبارز و ،چې دخپل ژوندانه  زياته برخه يې  خپلو مبارزو ته  وقف کړه اوله فساد او استبداد سره  خپل مخالفت يې  هم  دقلم په ژبه اوهم  دکتاب په ژبه  بيان کړ او هم يې  خپل غږ  پورته کړى دى .
  ده زياته کړه: علامه فيضاني  دخپل عمر ترپايه پورې خلک دحق لارې ته  وبلل او په وار واردوخت د واکمنو رژيمونو له خوا تر فشار لاندې نيول شوي او بندي شوى دى . خو ده له ويرې او ډار پرته  خپلو مبارزوته دوام ورکړچې په پاى کې په دې لاره کې  خپل ژوند قرباني کړ .
دکنفرانس په بهير کې دافغانستان  داصلاح او دټولنيزې  پرمختيا  دجمعيت رييس  عبدالصبور فخري  دسياسي مسئلو کارپوه  محمد داود سلطانزوي  ، دافغانستان دخلکو دتوحيد ګوندمشر افضل حبيب صافي ،  ولسمل او دکنفرانس  يو شمير نورو برخه والو دعلامه فيضاني دژوندانه دبيلابيلو اړخونو په باب  خبرې وکړې .
  علامه فيضاني له يو شمير  دوستانو او همفکرانو سره  د١٣٥٢کال دليندي دمياشتې  په اته ويشتمه نيټه  داووم ځل لپاره دوخت ددولت له خوا بندي شو او په پاى کې په  ١٣٥٨ کال کې له پلچرخي جيل څخه  بې درکه شو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته