امنیت

د طالبانو د ډلې شپږ کليدي غړي په هلمندکې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې  ۱۳ مه
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په هلمند ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول.
باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي خبرپاڼې له خولې خبر ورکړ چې د افغان پوځيانو په هغه هوايي بريد کې چې د هلمند ولايت د سنګين او نهر سراج  د ولسواليو  په مربوطاتوکې د طالبانو د ډلې پر پټنځايونو ترسره شول؛ د دغې ډلې شپږ تنه کليدي غړي ووژل شول او د دوى يو موټر او د وسلو يوه اندازه مهمات له منځه لاړل .
  ختم- شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته