امنیت

پکتیکا کې سلګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي وسوځول شول

ښرنه باختر د زمري ۲۱ مه
د پکتیکا ولایت د ښرنې ښار په  ګډون په بېلابېلو ولسوالیوکې د عملیاتو پر مهال نیول شوي لسګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي وسوځول شول.
د دغه ولایت د والي مرستیال شېر باد شاه ارګوني د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته  وویل چې، په دغو نشه يي توکو کې۲۹۰ کیلو ګرامه چرس، ۱،۲۲۵ ګرامه تریاک، ۱،۸۵ ګرامه هروئین، ۱۶۶ ګرامه مورفین، ۱۷ لېتره شراب او ۱۶۴،۴۴ کیلو ګرامه د بنګو دانه شامل دي.
والي زیاته کړه چې د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزه یې کاري لومړیتوب دی او په وینا یې هڅه کوي چې د دغې شومې پدیدې مخنیوی وکړي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته