کابل / دزمري ٢٨مه /باختر:
په پکتيا کې د باختر د خبري اژانس سيمه ييز خبريال د ملي امنيت د منسوبينوله خوا ووهل شو او وډبول شو .
حبيب الرحمن نن سهار د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې د مراسمو د خبري پوښښ لپاره په ګرديز کې د غونډې سيمې ته تللى و ، چې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ورته سپکاوى وشو او ووهل شو او وډبول شو.
هغه د باختراژانس خبريال ته وويل ( د ملي امنيت کارکوونکو يوځل زما تايپ او کامره تلاشي کړ خوکله چې د مراسمو سيمو ته ننوتم يوکارکوونکى په شخصي جاموکې ماته وويل : چې ستا وسايل ولي ونه لټول شو . کله مې چې وويل يوځل لټول شوى دى يو کارکوونکى په څپړې ووهلم او له سپکاوى سره له ساحې څخه ويستلم . )
تراوسه پورې سيمه ييزو مسوولينو او دغه راز د پکتيا د ملي امنيت رياست د دغې پېښې په باب څه نه دي ويلي .
د باخترد خبري اژانس خبريال له پرله پسې اړيکو سره سره له هغوى سره په خبرو بريالى نه شو. افغانستان په نړۍ کې د رسنيو کارکوونکو ته ډير خونړۍ اوخطرناکه سيمه شمېرل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت او په افغانستان کې د خبريالانو د حقوقو مدافع بنسټونو په وار وار له حکومت اومخالفو ډلو څخه غوښتي دي له خبريالانو سره چې د دوى دنده خلکو ته يواځې اطلاع رسونه ده کار ونه لري .
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل