سیاست

فرمان

کابل باختر د سلواغې څليرويشتمه :
د ١٣٩٨ کال  دجمهوري رياست دانتخاباتو په بهير کې  دمقاماتو او ددولتي  ادارو دکارکوونکو دنه لاسوهنې په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت درييس محمد اشرف غني فرمان .
په شفاف او عادلانه ډول  د ١٣٩٨ کال  دجمهوري رياست  د انتخاباتو دترسره کولو او دانتخاباتو په بهير کې  دمقاماتو او ددولتي ادارو دکارکوونکو  دنه لاسوهنې په منظور  ،  لاندې مراتب  منظورم .
لومړي ماده
ټول مقامات او ددولتي ادارو کارکوونکي مکلف دي دانتخاباتو په بهير کې  لاندې اصول په جدي توګه  رعايت کړي .
  ١)_ دغوښتنې په صورت کې او په انتخاباتي فعاليتونو پورې  داړوندو سپارل شويو دندو داجرا کولو په صورت کې په ډير لنډ ممکن وخت کې  دانتخاباتو  له خپلواک کميسيون سره  لازمه همکاري .
٢_ په انتخاباتي فعاليتونو پورې داړوندو  سپارل شويو دندو  داجرا کولو په وخت کې دبې طرفي داصل رعايتول .
٣_  دراي ورکوونکو  درايو داظهار يا افشاکولو په مقصد  په هغوى  دنفوذ له عملي کولو يا ټاکلي  نوماند ته دراي ورکولو لپاره  دهغو ي اړ ايستل  اويا دهر راز عمل له ارتکاب څخه ډډې کول چې دراي ورکوونکو درايو دازادي ، سري والي او مستقيم والي  داخلال سبب شي .
  ٤_  دمشخص نوماند په ګټه  داسانتياو او ددولتي سرچينو له برابرولو څخه  ډډې کول  خو داچې  دقانون له حکمونو سره سم  په مساوي  ډول برابر شوي دي
٥_ دانتخاباتو ددايمي يا لنډ مهال  کارکوونکو په توګه داستخدام په منظور  دانتخاباتو خپلواک کميسيون او دانتخاباتي شکايتونو کميسيون ته  داشخاصو  له وروپيژندلې څخه ډډې کول
٦_  دمشخص نوماند دموقف  دپياوړي کولو يا کمزوري کولو په منظور دوظيفوي  موقف څخه  نه استفاده .
٧_ دقانون دحکمونو پرخلاف  دانتخاباتو ددايمي او لنډ مهالو کارکوونکو له امر او نهې  څخه ډډې کول او هغوى ته  دسوغاتونو او تحفو نه ورکړه .
٨ _ دوسلې په لېږدونې اويا دوسله والو ساتوونکو په ملګرتيا دراي ورکوونکو  دنوم ليکنې مرکزونو او محلاتو ، دراي ورکونې او درايو دشميرنې  مرکزونو ته له ورتګ څخه  ډډې کول .
٩ _ درسمي پروژو يا غونډو  په پرانستلو کې دجمهوري رياست دانتخاباتو له نوماندانو څخه ديوه  له بلنې  څخه  ډډې کول .
١٠ _  دهغو معلوماتو ساتنه  چې دانتخاباتو په بهير کې ددندو داجرا کولو په وخت کې اويا  دانتخاباتو  دخپلواک کميسيون  له لورې  ترلاسه کوي او دهغو له خپرولو اويا مشخص نوماند ته  دهغو له وړاندې کولو څخه ډډې کول .
دويمه ماده
که چيرې مقامات  او ددولتي ادارو کارکوونکي  ددې فرمان  دلومړى مادې له درج شويو اصولو څخه  سرغړونه وکړي  ،  دعدلي تعقيب په غرض دې  واکمنو مراجعو ته وروپيژندل شي .
دريمه ماده
  دافغانستان داسلامي جمهوريت وزارتونه او ادارې  موظفې دي د ١٣٩٨ کال  دجمهوري رياست دانتخاباتو په بهير کې دمقاماتو اوددولتي ادارو دکارکوونکو  دنه لاسوهنې  لارښود چمتو  او دملي امنيت دشورا  دفتر ته يې  ولېږي .
څلورمه ماده
دغه فرمان دتوشيح له نيټې څخه  نافذ او اړوندې ادارې  دهغه  له تطبيق څخه مسووليت لري .
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته