امنیت

د ننګرهار ولايت د شينوارو مشرانو له امنيتي ځواکونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣:
د ننګرهار ولايت د شينوارو د قومونومشرانو دهېواد له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
دوى دننګرهار له والي سره په کتنه کې او د تروريزم ګواښ اوپه هېوادکې په نيابتي جګړوکې د هېوادونو لاسوهنې ته په اشارې سره وويل چې د امنيت په تامينولو او له ډار اچوونکو سره په مبارزه کې به له خپلو امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړي.
د ننګرهار والي سليم خان کندزي په دې کتنه کې  د تروريزم پرخلاف د مبارزې او د امنيت د تامينولو لپاره له امنيتي ځواکونو سره د خلکو ملاتړ مهم وباله او ويې ويل چې امنيتي ځواکونه به دخپل ژوندانه تر وروستۍ سلګۍ پورې دخپل هېواد د دفاع په لاره کې مبارزه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته