سیاست

د عبدالرشيد دوستم پيغام

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
په کندز ولايت کې د طالبانو له خوا زموږ د لسو تنو هېوادوالو د شهادت په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم پيغام
ګرانو هېوادوالو، خويندو او ورونو!
طالبانو، د افغانستان د خلکو د سولې او آرامۍ دغو دښمنانو پرون سهار په کندز ولايت کې په يو بل زړه بوږنوونکي جنايت لاس پورې کړ.
دغو نامسلمانو جنايتکارانو زموږ څه دپاسه ٢٠٠ تنه هېوادوال چې کابل ته يې د سفر نيت درلود؛ د کندز ولايت د علي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د سپرلۍ له وسايطو څخه يې راښکته کړل او وروسته يې ټول ترخپلې ادارې لاندې لرې ساحې ته بوتلل او لس تنه يې واټ ته څېرمه په ډزو سره ووژل .
انا لله و انا اليه راجعون
زه د دغه سترجنايت د غندنې په ترڅ کې د دغې زړه بوږنوونکې پيښې او د اشرارو او جنايتکارو طالبانو له خوا زموږ د بېګناه هېوادوالو د شهادت په مناسبت د خپل ژره خپګان او ډاډګيرنې مراتب د شهيدانوکورنيو او د ګران هېواد درديدلو خلکو ته څرګندوم او د لوى خداى (ج) له دربار څخه شهيدانو ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم .
د زړه له کومې هيله لرم، زموږ هغه هېوادوال چې لاتراوسه پورې زموږ له دښمنانو سره يرغمل دي؛ بيا آزاد او د خپلو کورنيو تودې غيږې ته ستانه شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت به د هغوى د آزادۍ په لاره کې له ټولو انتخابونو او امکاناتو څخه کار واخلي او موږ هيله من يو چې دغه ستونزه په ډير لنډ ممکن وخت کې پاى ته ورسيږي.
طالبانو په بېرحمانه ډول د بې ګناه خلکو په وژنې سره يوځل بيا خپلې ډارونکې او کرغيړنې څيرې زموږ هېوادوالو او نړيوالو ته وښودلې.
دوى وښودله چې د پرديو مزدوران او د انسانيت دښمنان دي او د اسلام په مبين دين او په آسماني لارښوونو پابندي نه لري.
سره له دې چې دغه پيښه پراخ اړخونه لري او د نورو حقايقو څرګندويه هم ده او زموږ له خلکو سره د تروريستو طالبانو دښمني بيانوي؛ خو په هيڅ صورت نشي کولاى يوه ښه ژوندانه او روښانه راتلوونکي ته د رسيدو په لاره کې زموږ د خلکو عزم او اراده لړزنده کړي.
زموږ خلک هره ورځ په دې لاره کې خپل بچيان قرباني کوي، خو په هوډمنه توګه د طالبانو غير انساني هيلوته نه تسليميږي او د خپل هېواد او خلکو دفاع او ساتنه کوي.
د هېواد امنيتي ځواکونه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هره ورځ د کلکو غرونو په شان په خپلو سنګرونوکې په مينې سره مبارزه کوي او د ملي نواميسو، ځمکنۍ بشپړتيا او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د نظام دفاع او ساتنه کوي. موږ طالبانو ته خبردارى ورکوو! په ياد دې ولري چې ټول جنايتونه يې د هېواد په تاريخ کې ليکل کيږي، خو خلک به له هغې لارې څخه ونه ګرځي چې غوره کړې يې ده .
موږ په دې ترڅ کې چې په خپل ګران هېوادکې د سولې او امنيت د تامينولو لپاره د هر راز خبرو د بهير ملاتړ کوو، په دې ټکي هم ټينګار کوو چې د خپل نظام په برياليتوبونو، اساسي قانون او د هېوادوالو په بشري حقوقو معامله نه کوو او دې ته تيار يو چې د هغو د ساتنې لپاره خپلې هر اړخيزې مبارزې ته دوام ورکړو.
يوځل بيا په کندز ولايت کې د طالبانو پرونى جنايت په ډيرو سختو الفاظو غندو او شهيدانو ته دعا کوو او کورنيو ته يې د ژورې ډاډګيرنې مراتب څرګندوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته