ټولنه

ډاکتر کمال سادات: هدفمند ځوانان دې د سولې د تامينولو په لاره کې مبارزه وکړي

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د ځوانانو د چارو معينيت د کابل ښاروالۍ د فرهنګي معاونيت په همکارۍ نن د يوې غونډې په جوړولو سره د ځوانانو نړيواله ورځ ونمانځله . د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د ځوانانو نړيواله ورځ په داسې حال کې په هېواد کې نمانځل کيږي چې د هېواد ځوانان د زده کړې، کار او نورو ټولنيزو برخوکې له زياتو ستونزو سره مخامخ دي. په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات په بېلابېلو سياسي، ټولنيزو، فرهنګي او اقتصادي برخوکې د ځوانانو رول ارزښتناک وباله او ويې ويل چې د ځوانانو د ستونزو عامل جګړه ده، په همدې مقصد د هېواد مشرتابه د همدغه ستر مصيبت د پاى ته رسولو په خاطر د دايمي سولې د تامينولو لپاره هلې ځلي يې پيل کړې دي. ده له مخالفينو څخه وغوښتل چې جګړه پاى ته ورسوي او دسولې لاره غوره کړي . ده له ځوانانو څخه وغوښتل چې په هدفمند ډول د سولې په خاطر مبارزه وکړي او د زده کړې په سنګر کې په جدې ډول مبارزه وکړي. وروسته د کابل ښاروالۍ فرهنګي رئيس سيد مصطفی سعيدي خبرې وکړې. ده هم په بېلابېلوبرخوکې د ځوانانو په رول ټينګار وکړ او ويې ويل چې ځوانان د ټولنې جوړونګي دي . ده له ځوانانو څخه وغوښتل چې د ژوندانه په چاپيريال ساتنه کې دې هم هلې ځلې وکړي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته