ټولنه

دشهيد احمد شاه مسعود داستوګنې دښارګوټي دجامع جومات دجوړولو کار بشپړ شو .

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
دپروان ولايت په چاريکارو ښارکې دشهيد احمد شاه مسعود داستوګنې دښارګوټي جامع جومات نن ديوې غونډې په ترڅ کې  دحج او اوقافو  دوزير او دپروان دوالي  له خوا پرانيستل شو او دلمونځ کوونکو داستفادې وړ وګرځيد .
  په دې غونډه کې دغه راز  په سلګونو  تنو عالمانو او دقران عظيم الشان  حافظان دستاينې وړوګرځيدل
دباختراژانس دخبر له مخې: دپروان ولايت په مرکز چاريکارو ښار کې  دشهيد احمد شاه مسعود دښار ګوټي  دجامع جومات دپرانيستلو په مراسمو کې چې دپروان ولايت دپخواني والي ډګرجنرال  عبدالبصير سالنګي په نامه ونومول شو دپروان ولايت ددولتي ادارو مسوولينو ،رهبري هئيت او په سلګونو تنه ګډون کړى و .
دپروان والي محمدعاصم عاصم ددغه جومات په پرانيستلو سره  دهېواد دحالت او دښمنانو  مغرضانه هدفونو ته په اشارې سره  دنظام په پياوړتيا او ملاتړ کې  دعالمانو رول  ضروري وباله اوله هغوى څخه يې وغوښتل چې د نظام په وړاندې  ناوړوتبليغاتو  مخه ونيسي .
دغه راز دحج او اوقافو وزير فيض محمد عصماني هم ددغې موضوع په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته