امنیت

د پاکستانى پوځيانو په راکټي بريدونوکې يو تن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٨
په کونړ ولايت د پاکستاني پوځيانو د نويو راکټي بريدونو له امله يو تن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول.
په دغو ملکي وګړو د کونړ او نورستان د ولايتونو په ځينو سيمو بريدونه وشول او شهيدان ټپيان شول.
دکونړ ولايت يو سيمه ييز مسوول وايي: څلور توغندي د استوګنې په کورونو لګيدلي دي چې د يو ماشوم د وژل کيدو او د شپږوتنو نور د ټپي کيدو سبب شول.
په ټپيانوکې هم درې تنه ماشومان شامل دي.
په همدې حال کې د کونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس له خبريال سره په اړکه کې وويل چې ٢٠ توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا د شيګل او دانګام د ولسواليو په ځينو سيمو توغول شوي دي.
له بله پلوه د سرحدي پوليسو يو قوماندان وايي: په نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ په ځينو سيمو د دغو توغنديو د لګيدو له امله څوکورونه هم ويجاړ شوي دي. ديکشنبې په شپه او د دوشنبې د ورځې په سهار هم د کونړ او نورستان په ولايتونو د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو له امله څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
په تيره يوه مياشت کې د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه بې سارى و.
ډيورنډکرښې ته څېرمه د پکتيکا، کونړ او د نورستان ولايتونه زياتره دلسګونو توغنديو دلګيدو ډګر دى.
د افغانستان په ختيځ د پاکستاني پوځيانو بريدونه درې کاله مخکې د وري په مياشت کې پيل شوي دي او تراوسه پورې دوام لري.
په نويو خبرونوکې ويل شوي دي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مقاماتو په کابل کې د امريکا په سفارت د دغه هيواد له ډيپلوماتانو سره خبرې اترې پيل کړې دي چې دغه هيواد د ستراتيژيک تړون د موادو له مخې د هر راز بهرنى تيرى په وړاندې دافغانستان دځمکنۍ بشپړتيا دفاع ته اړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته