نړۍ

دپاکستان په سند ايالت کې دسخت تودوخې له امله دسردزيان دشمير زياتوالى

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١  :
دپاکستان  په سند ايالت کې  دهوا دتودوخې له امله  دسر دزيان شمير  ١٣٦ تنو ته ورسيد.
باخترآ ژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې   خبر راکړ .
زياتره وژل شوي کسان دکراچۍ ښار اوسيدونکي بوډاګان وو.
دپاکستان دعامې روغتيا وزارت کارکوونکو ويلي دي چې  ناروغان په سختې تبې  اودبدن داوبو  دضايعاتو له امله  دبيهوښۍ په حال کې روغتون ته ليږدول کيږي   چې په تيرو دوو ورځو کې  ١٣٦ تنه وژل شوي دي.
دسر ډير دروند زيان بيوزلو کسانو او دواټونو پرمخ کارګرانو ته اوښتى دى.
دپاکستان دهوا پوهنې ادارې په کراچۍ  ښارکې دتودوخې ډير ه لوړ درجه دسانتي ګراد په کچه  ٤٥   او په دريو ګاونډيو ساحو کې يې ٤٨ درجې   اعلام کړى دى.
ددغې ادارې داطلاعاتوله مخې دتودوخې درجه به تر سبا پورې په همدې ډول دوام ومومي.
پخوا هم په ١٩٣٨ ميلادي کال کې په  کراچۍ ښارکې  دتودوخې درجه دسانتي ګراد په کچه  ٤٨ درجو ته رسيدلې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته