سیاست

حامدکرزي : په هيواد کې له فسادسره دمبارزي په کار کې دنړيوالې ټولنې په رښتينې همکاري سره ، ددولت اجرايې قوت څو برابره کېږي

کابل باختر دمرغومي دويمه
( زما په نظر په افغانستان کې فساددوه اړخونه لري ، يو يې په قوانينو ، مقرراتو ، اجرااتو او له حکومت سره دخلکو په اړيکه کې دافغانستان ددولت داخلي کمزورتيا او بل اړخ يې په افغانستان کې دبهرنيو  راوړل شوي او هڅول  شوي  فساد دي . )
دغه ټکې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن له غرمې  مخکې داداري فساد پرخلاف دمبارزي دنړيوالې ورځې دنمانځنې په غونډه کې  چې دامانې ليسې په تالار کې جوړه شوه ، څرګند کړ او زياته يې کړه
هغه وخت له فساد سره  دمبارزي په برخه کې هلې ځلې نتيجې ته رسيږي چې دفساد ستر عوامل له منځه يوړل شي . حامدکرزي په دې ترڅ کې چې په افغانستان کې فساد يو تريخ حقيقت وباله وي ويل : چې فساددافغانستان په ادارو کې کوچني او دبډې ورکولو په کچه کې دي . خو ددغه فساد بله برخه چې سلګونو مليونو ډالرو ته رسيږي ، له افغانستان څخه نه دي بلکې دنظام دکمزوري کولو لپاره زموږ په هيواد ټپل شوي دي .
  جمهور رييس  په دې ترڅ کې چې له نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې دفساد پرخلاف دمبارزي په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي وي ويل که چېري فساد دخپلو سياسي هدفونو او غرضونو لپاره دفشار وسيله وګرځوي ، نتيجه نه لري  ځکه افغانستان  دملي واکمني او دخپل استقلاليت په لور روان دي .
حامدکرزي په دې ترڅ کې چې  دافغانستان  راتلونکې مثبت وباله ټينګار وکړ که چېري  نړيواله ټولنه  په حقيقي ډول دفساد پرخلاف  کار وکړي په هغه صورت کې دافغانستان ددولت اجرائيي قوت څو برابره زياتيږي .
جمهور رييس وويل  ترهغه وخته پوري چې يوفسادپياوړي کړواوبل فساد قانون ته وسپارو ، فساد هيڅکله له دغې خاورې څخه له منځه نه ځي .
حامدکرزي  څرګنده کړه زه ډاډ لرم چې په ٢٠١٤ کال کې دنړيوالو ځواکونو په وتلو سره هغه تشکېلات قراردادونه او جوړښتونه چې هغوى په افغانستان کې لري  ، پاى ته رسيږي او دفسادستره سرچېنه به  له افغانستان څخه  له منځه لاړه شي . او دا دافغانستان په خير دي .
جمهور رييس وويل ستر فساد په افغانستان کې په هغو قراردادونو او معاملوکې دي چې له بهر څخه له افغانستان سره کېږي  او په افغانستان کې په بيلابيلو دلايلو هلې ځلې کېږي چې دغه قراردادونه ددولت مقاماتو او دهغوى خپلوانو ته  وسپارل شي .
حامدکرزي هغه فساد ته  په اشاري سره چې په خصوصي امنيتي شرکتونوکې شته وويل چې په افغانستان کې خصوصي امنيتي شرکتونه په افغانستان او په تيره بيا ددغه هيواد په سترو لويو لارو کې دفساد او دناامني  ستره سرچېنه وه .
دايو ستر فساد و  چې پوليس ، ولسوال ، والي اوحکومت  په هغه ککړيدل  . او دغه شرکتونه دورځې له خوا امنيتي شرکت و او دشپې له خوا يې دافغانستان په خلکو بريد کاوه .
حامدکرزي  څرګنده کړه چې په هيواد کې له فسادسره  دمبارزي لپاره بايد آسانه قوانين اومقررات او دافغانستان مامورينو ته  کاري مصوونيت موجود وي .
ده وويل چې داداري اصلاح او دمامور مصوونيت دضوابطو له اجرائيي والې سره  بشپړ تړاو لري .
جمهور رييس دامريکا متحده ايالاتو ته دخپل نږدي راتلونکې سفر په باب وويل  موږ تيار يو چې له امريکا سره دامنيتي قرارداد په باب  موافقې ته ورسيږو او هغه  دافغانستان په خير بولو . او زموږ هيله داده چې دامريکا دولت دافغانستان ګټي  ومني .
  حامدکرزي زياته کړه موږ په يوه پرانستي نظر سره امريکا ته ځو او خپلې غوښتنې له هغوى سره  طرحه کوو ، زموږ ډيره مهمه غوښتنه  دافغانستان دامنيتي ځواکونو دروزنې او سمبالولو په ګډون  ددغه هيواد  دامنيتي ځواکونو  اساسي پياوړتيا ده
جمهور رييس زياته کړه په ټوله مانا  دافغانستان دملي واکمني درناوي وشي ځکه افغانستان  يوازي دملي واکمني لرونکې  هيواد په توګه  کولي شي له خپلي خاورې څخه په بهر کې په معامله کې شامل شي .
  حامدکرزي زياته کړه که چېري  د جيلونو له شتون او دخلکو له بنديانولو سره سره ، امنيتي سند لاسليک کړو دا ددي مانا لري  چې موږ په خپل لاس خپله ملي واکمني  نورو ته سپارلې ده . او دافغانستان  ملت به هغه څوک چې په دې کار لاس پوري کړي ، ونه بخښي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته