نړۍ

داروپا – اسيا داقتصادي اتحاديې دجوړولو لپاره دروسيې وړانديز

دروسيي ، بيلاروس اوقزاقستان جمهورريسان به نن په مسکو کې داروپا اسيا داقتصادي اتحاديې دجوړولو لپاره يو سند لاسليک کړي.

دروسيې جمهوررييس ديمتري مدويديف دبيلاروس اوقزاقستان د جمهورو رييسانو کوربه دي چې دکرملين ماڼۍ ديو خبرځاى دڅرگندونوله مخې دغه درې واړه مشران به ددغو هيوادونو ترمنځ داقتصادي همکاريو دپياوړتيا سند لاسليک کړي چې په اوس وخت کې ګمرکي اتحاديه لري.

داروپا- اسيا اقتصادي اتحاديه د (يوراسيان) دروسيې دصدراعظم ولاديميرپوتين له خوا پيشنهاد شوې ده.

پوتين ويلي دي چې په پيل کې په دغه اتحاديه کې کيداى شي روسيه ، بيلاروس او قزاقستان شامل شي او وروسته دپخواني شوروي اتحاد هريو هيواد کولاي شي پکې گډون وکړي.

دپوتين دڅرگندونوله مخې دغه اتحاديه به يواځي اقتصادي هدف ولري او داروپا داتحاديې په شان وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته