امنیت

څلور ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
د ملي اردو ځواکونو پرون د قندهار او زابل د ولايتونو په مربوطاتوکې دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٢٤ تنه ډار اچوونکي ووژل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو ځواکونو د قندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ او د زابل ولايت په شينکي ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٢٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځوس تنه نور يې ټپيان شول او لس ماينونه هم کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته