کابل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه :
له شپاړس کلنۍ څخه ښکته داسيا دجنوب دهيوادونودځوانانو دفوټبال لومړى سيالۍ نن مازيګر دافغانستان او پاکستان دټيمونو په لوبې سره پيليږي .
دهيواددفوټبال فدراسيون دخپرونو آمر مرتضى دانش باختراژانس ته وويل دغه سيالۍ داسيا دجنوب داوو هيوادونو دټيمونوترمنځ نن دنيپال په کتمندو ښار کې پيليږي اويوه اوونۍ دوام کوي .
دانش زياته کړه دهيواد له شپاړس کلنۍ څخه ښکته ځوانانو دفوټبال ټيم په الف ګروپ دنيپال ، پاکستان اوبوتان له ټيمونوسره سيالۍ کوي .
په دغو سياليو کې له افغانستان څخه له څلورکسيز هيئت سره دري ويشتو تنو ورزشکارانو ګډون کړى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ